ads

ولسي جرګه نن امنيتي مسوولين استيضاح کوي

ولسي جرګه نن د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس استيضاح كوي.
د دې جرګې اداري پلاوى وايي، چې دغه امنيتي چارواكي په هېواد كې د ناامنيو د زياتېدو او پر سردار محمد داود خان روغتون د وسله والو د بريد له كبله استيضاح كېږي.

نویسنده: sarwan
7 وری 1396

د ولسي جرګې د نايب منشي عرفان الله عرفان په خبره، د عبدالله حبيبي، تاج محمد جاهد او محمد معصوم ستانکزي د استيضاح پرېكړه د دې جرګې په علني غونډه كې وشوه.
هغه زياتوي، كه د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس د وكيلانو قناعت حاصل نه كړي، نو د هغوى د سلب صلاحيت كولو لپاره به د راى وركولو صندوقونه كېښودل شي.
تر دې وړاندې د ولسي جرګې ځينو غړو ويلي و، جمهور رييس غني ورته ګواښ کړی، چې که د امنيتي ادارو مسوولين استيضاح کړي، نوموړی به د يو فرمان په ترڅ کې ولسي جرګه منحل کړي.
خو له ارګه په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جمهور رييس غني د ولسي جرګې د استازو قانوني واکونو ته د درناوي ژمنه کړې او د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي او همکاري يې د افغانستان د ثبات او ښې راتلونکې لپاره ګټوره بللې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA