لغمان كې ۱۸ جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د یو شمېر مرستندویه ادارو په مرسته یې له ۱۸ جګړه ځپلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، نن یې د ځینو مرستندویه ادارو په همکارۍ هغو ۱۸ جګړه ځپلو کورنیو ته نغدې پيسې وركړې، چې په دې وروستیو کې يې په ولسوالیو او مرکز مهترلام کې د کورنۍ غړي د جګړو او چاودنو له امله وژل شوي دي.