ads

لغمان كې ۱۸ جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د یو شمېر مرستندویه ادارو په مرسته یې له ۱۸ جګړه ځپلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وکړه.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، نن یې د ځینو مرستندویه ادارو په همکارۍ هغو ۱۸ جګړه ځپلو کورنیو ته نغدې پيسې وركړې، چې په دې وروستیو کې يې په ولسوالیو او مرکز مهترلام کې د کورنۍ غړي د جګړو او چاودنو له امله وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
7 وری 1396

نوموړي زياته كړه، هرې کورنۍ ته شل شل زره افغانۍ ورکړل شوې، ترڅو د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
د لغمان د ولایتي چارواکو په خبره، هڅې يې پیل کړي، چې په راتلونکې کې هم جګړه ځپلو کورنیو سره ورته مرسته وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA