لغمان كې دوه مشهور طالب قوماندانان ټپيان شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان کې يې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې دوه مشهور طالب قوماندانان ټپيان کړي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، تېره شپه يې د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو طالبانو سره مخامخ نښته کړې، چې په مهال يې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان سخت ټپيان شوي دي.