ads

لغمان كې دوه مشهور طالب قوماندانان ټپيان شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان کې يې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې دوه مشهور طالب قوماندانان ټپيان کړي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، تېره شپه يې د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو طالبانو سره مخامخ نښته کړې، چې په مهال يې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان سخت ټپيان شوي دي.

نویسنده: sarwan
7 وری 1396

د نوموړي په وينا، په ياده نښته کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
هغه زياتوي، چې د نښتې په سيمه كې يې يو شمېر ماينونه کشف او له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA