ads

غزني کې د پوليو ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاين پيل شو

په غزني کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاين پيل شو، چې د روغتيايي چارواکو په وينا د دې ولايت په مرکز او ۱۵ ولسواليو کې به ترسره شي.

نویسنده: sarwan
7 وری 1396
غزني کې د پوليو ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاين پيل شو

په غزني کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاين پيل شو، چې د روغتيايي چارواکو په وينا د دې ولايت په مرکز او ۱۵ ولسواليو کې به ترسره شي.
خو په څلورو نورو ولسواليو کې د يخنۍ او د لارو د بندښت له کبله دغه کمپاين نه ترسره کېږي.
د غزني ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل نن په دې ولايت کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين، پرانيست غونډې ته خبرو کې له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د دغه کمپاين په ښه تطبيقولو کې د دوی له رضاکارانو سره د ټولو ماشومانو په واکسين کولو کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړی وايي، دغه کمپاين د غزني په ناهور، جاغوري، مالستان او جغتو ولسواليو کې د ډېرې واورې او مواصلاتي لارو د بندښت له کبله نه شي ترسره کېدای، خو په وينا يې د لارو له خلاصېدو وروسته به يې په يادو ولسواليو کې هم تطبيق کړي.
نېکمل وايي، د دغه پنځه ورځني کمپاين په لړ کې به په غزني کې تر پنځه کلنۍ د کم عمر لرونکي څه باندې ۲۶۸ زره ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين او د ويټامين(A) کپسولونه ورکړل شي.
د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په غزني کي د پوليو د واکسين پر وړاندې هېڅ راز ننګونه نشته او په ځينو محدودو سيمو کې چې مخکې د پوليو د واکسين پر ضد تبليغات کېدل اوس يې د ديني عالمانو، رسنيو او رضاکارانو په مرسته خلکو ته لازم پوهاوی ورکړی دی.
د يادونې وړ ده، چې په غزني کې له ۲۰۱۴ کال راهيسې د پوليو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA