ads

غزني کې دوه وسله وال ټپیان او ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شول

امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت په مقر او اندړو ولسوالیو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفین ټپیان شوي او دغه راز امنیتي ځواکونو د وسله والو له لوري د لارو په اوږدو کې ځای پر ځای شوي ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او خنثی کړي دي.

نویسنده: sarwan
7 وری 1396

په غزني کې مېشت د ملي اردو د درېیمې لېوا ویاند محمد حنیف رضایي کلید ته وویل، چې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفین پرون ناوخته د دې ولایت د مقر ولسوالۍ په محمد عمر کلي کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې ټپیان شوي دي، خو په وینا یې امنیتي سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی: “هلته زموږ د دوهم کنډک د منسوبینو ګزمه له وسله والو سره مخ شوې، چې د دواړو لورو ترمنځ نښته کې دوه وسله وال ټپیان شوي دي.”
رضایي دغه راز وایي، چې د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ اړوند په کوټه سنګي سیمه کې د لارو له اوږدو څخه شاوخوا ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او خنثى کړي دي: “مخالفینو دغه ماینونه له کلیو څخه د غزني ـ پکتیکا تر لارې د غځېدلو سړکونو په اوږدو کي د امنیتي ځواکونو لپاره ځای پر ځای کړي وو، خو له نېکه مرغه زموږ د انجنیرۍ ټیم لارې تصفیه کړې.”
د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم د مقر او اندړو ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتو کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA