د کاپيسا په تګاب کې۹ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تګاب کې د يو مهم قومندان په ګډون ۹ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د امنيه قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی وايي، تېره شپه د حکومت وسله والو مخالفينو د تګاب په جنوب کې د پاڅون کوونکو په يو شمېر پوستو بريدونه کړي، چې د سيمه ييزو پوليسو په ځوابي ډزو کې د وسله والو مخالفينو يو مهم قومندان وژل شوی دی