په تګاب کې د يو مهم قومندان په ګډون ۹ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د امنيه قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی وايي، تېره شپه د حکومت وسله والو مخالفينو د تګاب په جنوب کې د پاڅون کوونکو په يو شمېر پوستو بريدونه کړي، چې د سيمه ييزو پوليسو په ځوابي ډزو کې د وسله والو مخالفينو يو مهم قومندان وژل شوی دی.
په همدې حال کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري هم وايي، چې د تګاب په جنوبي برخه کې د حکومت وسله وال مخالفين له ماتې سره مخ شوي دي او په ياده جګړه کې ۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وينا په دغه نښته کې امنيتي ځواکونو او ولسي خلکو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې يوه نيمه مياشت وړاندې په تګاب کې د غبار په نوم عليات پيل شوي دي او تر دې دمه دوام لري.


