د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بټي کوټ ولسوالۍ کې نا معلومو وسله والو د پوليو ضد واکسين يو مرکز په بشپړ ډول سوځولی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردي سيمه کې نا معلومو وسله والو د ياد محل لپاره په روغتون کې د پوليو ضد د واکيسن مرکز سوځولی او په دغه مرکز کې ټول وسايل له منځه وړل شوي دي.
نوموړی وايي، تر اوسه لا معلومه ده، چې دغه پېښه به چا ترسره کړې وي، خو په سيمه کې يې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
تر اوسه د حکومت وسله والو مخالفينو هم په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


