د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت رييس، چې نن د ولسي جرګې لخوا استيضاح شول، د پارلمان د غړو د اعتماد وړ وګرځېدل او درې واړه امنيتي چارواکي په خپل ځای پاتې شول.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د پارلمان ۲۳۴ استازو خپلې رايې وکارولې او هېڅ امنيتي مسوول د پارلمان لخوا سلب صلاحيت نه شو.
عبدالله خان حبيبي ۱۰۶ د تاييد رايې، تاج محمد جاهد ۱۲۰ د تاييد رايې او معصوم ستانکزي ۱۲۹ د تاييد رايې خپلې کړې.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د استضاحيه غونډې په پای کې وويل چې دغه درې امنيتي چارواکي په خپلو دندو پاتې شول.
ولسي جرګې دغه لوړ رتبه امنيتي چارواکي افغانستان کې د وروستيو ناامنيو او د کابل پر سردار محمد داودخان روغتون د وروستۍ حملې په تړاو استيضاح کړي وو.


