ads

حيات: ولس ته د حساب ورکولو لړۍ بايد ژر تر ژره پيل شي

د هلمند والي حيات الله حيات نن اداري غونډه کې وويل، چې ټولې دولتي ادارې ولس ته په حساب ورکولو مکلفې دي او دغه لړۍ بايد ژر تر ژره پيل شي.

نویسنده: sarwan
7 وری 1396
حيات: ولس ته د حساب ورکولو لړۍ بايد ژر تر ژره پيل شي

د هلمند والي حيات الله حيات نن اداري غونډه کې وويل، چې ټولې دولتي ادارې ولس ته په حساب ورکولو مکلفې دي او دغه لړۍ بايد ژر تر ژره پيل شي.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې اداري غونډه د والي په مشرۍ جوړه شوې وه او په كې د ټولو ادارو مسوولينو ګډون درلود.
حيات په پيل کې د ټولو ادارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پوليو ضد واکسين کمپاين کې له رضاکارانو سره همکاري او هم د عامه پوهاوي برخه کې خپل امکانات په کار واچوي.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، ولس حق لري، چې د دولتي ادارو له فعاليتونو او خدمتونو خبر شي او په دې اړوند د ادارو مسوولين اړ دي، چې ولس ته ځواب ووايي.
د هلمند والي د ولايت مقام سکټوري او د اقتصاد رياستونو ته دنده وسپارله، چې ولس ته د حساب ورکولو يو واضح پروسيجر چمتو او ادارو ته يې ولېږي.
حيات زياته کړه، خلک بايد په دې پوه شي، چې يوه اداره څومره امکانات لري او له دغو امکاناتو په ګټې اخيستنې يې څومره خدمات وړاندې کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA