د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د شاهین صفر یو په نوم پیل کړو عملیاتو په مهال ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره ورځ یې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د شاهین صفر یو په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړي وو، چې په مهال ۸ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
فقیري زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې پر ۲۵۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار هم اړول شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


