ads

پکتيکا کې کتاب لوستلو ته د هڅونې په هدف کمپاين پيل شو

د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د ځينو ګوندونو او ټولنو له خوا کتاب لوستلو ته د هڅونې په موخه پراخ کمپاين پيل شو.
د اړوندې موضوع په اړه په مرکز ښرنه کې يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، چې د ګوندونو او ټولنو د استازو تر څنګ زده کوونکو، ښوونکو او عامو خلکو په کې ګډون کړی وو.

نویسنده: sarwan
6 وری 1396
پکتيکا کې کتاب لوستلو ته د هڅونې په هدف کمپاين پيل شو

د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د ځينو ګوندونو او ټولنو له خوا کتاب لوستلو ته د هڅونې په موخه پراخ کمپاين پيل شو.
د اړوندې موضوع په اړه په مرکز ښرنه کې يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، چې د ګوندونو او ټولنو د استازو تر څنګ زده کوونکو، ښوونکو او عامو خلکو په کې ګډون کړی وو.
د ښرنې يوه اوسېدونکي اسماعيل نصرت په دې اړه وويل، چې دغه کمپاين په رسمي ډول په مرکز کې پيل شو او په خبره يې چې ياد کمپاين به له مرکز پرته ځينو نورو ولسواليو ته هم په خپل وار سره وغځول شي.
دی وايي، چې د کمپاين برخوال ځوانان پلان لري، چې ددغه کمپاين لړۍ تر کليو او ښوونځيو هم ورسوي او په ښوونځيو کې زده کوونکو ته په همدې اړوند ځينې پروګرامونه او ويناوې هم په نظر کې نيول شوې دي.
هغه دا هم وايي، چې د کمپاين د ښه پرمخ بيولو لپاره به سيمه ييزې را‌ډيوګانې هم همکاري وکړي او په دې اړوند به د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي.
مدني فعال خانزاده تراب وايي، دا په پکتيکا کې لومړی ځل دی، چې ګڼ خلک کتاب لوستلو ته د هڅونې لپاره يو ځاى کمپاين کوي.
هغه وايي، چې ټول خلک بايد د خپل مسوليت له مخې په دې کمپاين کې برخه واخلي او هم دې زده کوونکي او محصلين پرځان دا جبري وګڼي، چې د خپلو درسي کتابونو تر څنګ نور معلوماتي کتابونه هم مطالعه کړي.
د باختر خبري اژانس مدير حميدالله هميم هم وويل، چې په دې وروستيو کې په پکتيکا کې لوستي کسان ډېر شوي دي، خو د مطالعې پر ارزښت نه پوهېږي، نو ځکه دغه ډول علمي کمپاينونه او فعاليتونه اړين دي.
هغه په دې برخه کې د خلکو همکاري هم ګټوره وبلله او زياته يې کړه، چې په دې مهمه پروسه کې دې ولس په ځانکړي ډول ځوانان مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال په پکتيکا کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کتابتون تر څنګ ځينې نور شخصي کتابتونونه هم موجود دي او د پخوا په پرتله خلک د کتاب اخيستلو او لوستلو ته څه ناڅه لېوالتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA