ads

نورستان کې شري ناروغۍ له ۱۰۰ زيات ماشومان مړه کړي

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې شري ناروغۍ تر اوسه له سلو د زياتو ماشومانو ژوند اخيستی دی.

نویسنده: sarwan
6 وری 1396
نورستان کې شري ناروغۍ له ۱۰۰ زيات ماشومان مړه کړي

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې شري ناروغۍ تر اوسه له سلو د زياتو ماشومانو ژوند اخيستی دی.
خو د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولين بيا سيمې ته د نا امنۍ له کبله د نه ورتګ خبره کوي او وايي، چې له دوی سره تر ۱۵ پورې د ماشومانو لېست شريک شوی، چې د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې له دوو مياشتو راهيسې کامدېش ولسوالۍ کې د شري ناروغۍ خپره شوې، چې له کبله يې لسګونه کوچنيان مړه شوي دي.
د ځايي خلکو په وينا چې د دغې ناروغۍ مخنيوي لپاره تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی او دا ناروغي نورو سيمو ته په خپرېدو ده.
کامدېش د نورستان هغه ولسوالۍ ده، چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه چترال سره ګاونډ کې پرته ده، چې اوسيدونکي يې د ژوند له ډېرو لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي.
په ورته وخت کې بيا د نورستان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد اسماعيل ستانکزي کليد ته وويل، چې روغتيايي کارکوونکي يې سيمې ته نه شي تللی، ځکه په خبره يې د شري ناروغۍ له کبله يو شمېر ماشومان مړه شوي دي.
نوموړی وايي، په تېرو دوو مياشتو کې تر شپېتو ډېر پر شري اخته ناروغان د کامدېش روغتيايي مرکز ته انتقال او ثبت شوي، خو دا ناروغۍ تر ډېره په هغو کليو کې ده چېرته چې د دولت وسله وال مخالفين حاکميت لري.
بل لور ته بيا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته وويل، چې دوی د واکسينو مخالفت نه کوي او دغه ستونزه د قومي خلکو او حکومت تر منځ خپلمنځي ده، چې خپلو اولادونو ته د واکسين ورکولو مخالفت کوي.
مجاهد وايي، دوی هڅه کوي، ترڅو د ديني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب دغه ستونزه حل او خلکو ته درمل او واکسين ورسېږي.
د روغتيا پالانو په وينا شری يا سرخکان هغه ناروغي ده، چې ډېر کله پرې ماشومان اخته کېږي او له سينه بغل سره تبه هم لري، چې د نه درملنې په پايله کې ډېر ماشومان د مرګ تر خولې رسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA