ads

ننګرهار: پر امنيتي پوستې وسله وال بريد کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د بهسودو ولسوالۍ د نجم الدين اخونزاده څلور لارې سيمه کې د کانال ټولي اړوند يوه پوسته باندې تېره شپه شاوخوا اووه بجې د وسله والو طالبانو له لوري بريد شوى، چې له كبله يې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نویسنده: sarwan
6 وری 1396

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په وژل شويو کې دوه تنه پوليس او دوه نور ملکي وګړي دي او يو بل پوليس ټپي شوى دى .
سرچينه زياتوي، د ځوابي بريد په مهال وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې لا معلومه نه ده .
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم پر يادې پوستې بريدونه شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA