ads

ننګرهار كې د (شاهين صفر يو) په نوم عمليات پيل شول

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د (شاهين صفر يو) په نوم د امنيتي ځواكونو ګډ تصفيوي عمليات پيل شول.

نویسنده: sarwan
6 وری 1396
ننګرهار كې د (شاهين صفر يو) په نوم عمليات پيل شول

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د (شاهين صفر يو) په نوم د امنيتي ځواكونو ګډ تصفيوي عمليات پيل شول.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ملي او سيمه ييزو پوليسو او د ملي امنيت ځواکونو سره يو ځاى د شاهين صفر يو په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړل.
نوموړي زياته كړه، چې د يادو عملياتو هدف په سيمه کې د وسله والو له منځه وړل او ډاډمن امنيت راوستل دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو سره کوم نظر نه دى شريک کړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA