د مکسيکو په مرکزي زندان کې د بنديانو ترمنځ اخ و ډب له كبله درې کسان وژل شوي او يو تن ټپي دى.
د مکسيکو چارواکو ويلي، چې دا پېښه د بنديانو تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
د پوليسو په وينا، د بنديانو ترمنځ نښته کې د زندان يو شمېر ودانيو ته اور هم اچول شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د مکسيکو له مرکزي زندان څخه ۲۹ بنديان په محبس کې له تونل ايستلو وروسته په تېښته بريالي شول، چې وروسته يې پوليسو ديارلس تنه بېرته ونيول.
په مکسيکو کې ډېرى بنديان د نشه يي توكو کاروباريان دي او تر دې وړاندې هم ورته پېښې په كې رامنځته شوې دي.


