ads

ختيځ کې د پوليو ضد واکسين درې ورځنی کمپاين پيل شو

د ننګرهار روغتيا يي چارواکي وايي، د ټول ختيځ په کچه يې د پوليو درې ورځنی کمپاين پيل کړ، چې پرمهال به يې تر لس لکو پورې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.

نویسنده: sarwan
6 وری 1396
ختيځ کې د پوليو ضد واکسين درې ورځنی کمپاين پيل شو

د ننګرهار روغتيا يي چارواکي وايي، د ټول ختيځ په کچه يې د پوليو درې ورځنی کمپاين پيل کړ، چې پرمهال به يې تر لس لکو پورې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې مقدسې معراج نن په ټول ختيځ کې د پوليو واکسين د درې ورځني کمپاين د پرانيستې پر مهال وويل، چې د ياد کمپاين پرمهال به په ټول ختيځ کې تر لس لکو او په ننګرهار کې له دغې جملې ۷ لکه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو دوه څاڅکي واکسين ورکړل شي.
نوموړې وايي، په دغه برخه کې ورسره څلور زره څلور سوه اتيا صحي کار کوونکي برخه اخلي، چې پرمهال به يې هغو سيمو کې هم واکيسن تطبيق شي، چې له دې وړاندې نه و ترسره شوی.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي داځل په داسې حال کې ددغه کمپاين د پرانيستې مراسم ترسره کوي، چې تېر ځل په زرګونه کوچينان د نا امنۍ له کبله له واکسينه بې برخې پاتې وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA