د ارګ او ولسي جرګې تر منځ د امنيتي سکتور د وزيرانو پر استيضاح شخړه زياته شوې او جمهور رييس نن بيا د ولسي جرګې له لوړ پوړي پلاوي سره ليدلي دي.
له جمهوري رياست څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار د ولسي جرګې د پارلماني ګروپونو مشرانو، د کمېسيونونو رييسانو او اداري پلاوي له جمهور رييس غني سره په ارګ کې وکتل.
خبرپاڼه وايي، چې په دې کتنه کې د هېواد د امنيتي او اقتصادي وضعيت د لا ښه والي په اړه بحث او خبرې شوې دي.
تر دې وړاندې د ولسي جرګې ځينو غړو ويلي و، جمهور رييس ورته ګواښ کړی، چې که د امنيتي ادارو مسوولين استيضاح کړي، نوموړی به د يوه فرمان په ترڅ کې ولسي جرګه منحل کړي.
خو له ارګه په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جمهور رييس د ولسي جرګې د استازو قانوني واکونو ته د درناوي ژمنه کړې او د درې ګونو قواو ترمنځ همغږي او همکاري يې د افغانستان د ثبات او ښې راتلونکي لپاره ګټوره بللې ده.
مخکې په ولسي جرګه کې يو شمېر سرچينو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و، چې جمهور رييس تر راتلونکې يوې مياشتې پورې د ولسي جرګې له خوا د امنيتي ادارو د مسوولينو د استيضاح کولو ځنډېدل غوښتي و، ځکه چې حکومت څلور کلن امنيتي پلان تصويبوي او په دې برخه کې د امريکا ملاتړ ترلاسه کوي.


