د امريکا په لاس ويګاس ايالت کې د ډزو په پايله کې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى.
امريکايي رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، چې پېښه د لاس ويګاس په نويډا ښار کې رامنځته شوې ده.
د امنيتي چارواکو په خبره، يو وسله وال کس په ملي بس كې پر کسانو ډزې کړي، چې له كبله يې دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله وال کس خپل ځان پوليسو ته سپارلى او دا مهال ورڅخه پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په نيويارک ښار کې يو سپين پوستي امريکايي پر تور پوستي بريد سره هغه وواژه.
په امريکا کې له کلونو راهيسې د نژادي وژنو لړۍ دوام لري، چې له کبله يې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.


