هلمند کې ۱۸ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند ولايت کې د يو تن قومندان په ګډون د وسله والو طالبانو ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې اوښتې ده.