په هلمند ولايت کې د يو تن قومندان په ګډون د وسله والو طالبانو ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې اوښتې ده.
خبرپاڼه وايي، دغه عمليات په کجکي، ګرمسير او د ګرشک ولسواليو په يو شمير سيمو کې تر سره شوي دي، چې په پايله کې يې د يو تن قومندان خان محمد په نوم ۹ تنه وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي .
سرچينه زياتوي چې د يادو عملياتو پر مهال لس کړۍ ډول ډول مايونونه کشف اوشنډ کړل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغو ادعاوو په هکله تراوسه څه نه دي ويلي.


