د ملي اردو چارواکي وايي، غني خېلو ولسوالۍ کې يې د ځانګړو عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو يو مشهور قومندان او ګڼ شمېر وسله نيولې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۵مې ويالې په سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې د وسله والو مشهور قومندان اجمل نيولی او د هغه له کور څخه يې په لسګونه ميله درنه او سپکه وسله هم ترلاسه کړې ده.
نوموړی وايي، په يادو عملياتو کې د سيمې خلک نه دي زيانمن شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


