كاپيسا كې لسګونه كيلو ګرامه خام چرس نيول شوي

د كاپيسا له نشه يي توكو سره د مبارزې مديريت پوليسو په دې ولايت كې ۳۲ كيلو ګرامه خام چرس نيولي دي.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، چې دغه چرس پرون ماسپښين د اول کوهستان په کنهه دې كلي كې له يوه مازدا ډوله موټر څخه ترلاسه شول.