جمهور رييس محمد اشرف غني، چې د يو لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ بلخ ته تللى و، نن سهار د دې ولايت مركز مزار شريف ښار ته ورسېد.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې په پام كې ده جمهور رييس غني د دې سفر په مهال د مزار شريف ښار په يو ښوونځي كې د زنګ په وهلو سره په بلخ ولايت كې ۱۳۹۶ ښوونيز كال رسماً پيل كړي.
د سرچينې په وينا، همداراز به د هېواد جمهور رييس د “نور” تالار او د روضې مباركې جومات هم رسماً پرانيزي.
سرچينه زياتوي، چې جمهور رييس غني به په مزار شريف ښار كې د بلخ والي عطاء محمد نور له خوا جوړه شوې مېلمستيا كې د ګډون ترڅنګ د ۲۰۹ قول اردو مشرتابه پلاوي سره هم وګوري.


