ads

خوست کې د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې زياتې شوې دي

د خوست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په هدف يې نوي پلانونه جوړ کړي دي.
دوی دغه څرګندونې د خوست د ملي امنيت رييس د نوې رتبې د اخيستو په غونډه کې وکړې.

نویسنده: sarwan
4 وری 1396
خوست کې د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې زياتې شوې دي

د خوست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت په هدف يې نوي پلانونه جوړ کړي دي.
دوی دغه څرګندونې د خوست د ملي امنيت رييس د نوې رتبې د اخيستو په غونډه کې وکړې.
د خوست والي حکم خان حبيبي وايي، تېر کال يې هم د امنيت د لا ښه والي په هدف د امنيتي ځواکونو تر منځ ښه همکاري رامنځته کړې وه او روان کال به دا همغږي لازياته کړي.
حبيبي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د خوست امنيت د هېواد د زياترو سيمو په پرتله ډاډمن دی او هيله يې وښوده، چې په دې برخه کې به نور پرمختګ هم رامنځته شي.
د خوست والي دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې تېره اونۍ د دغه ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کمپ خونړی موټر بم بريد وشو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA