په اروپا کې د ناټو قومندان روسيه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړې او وايي، اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو نفوذ زيات شوی او په ډېره شونتيا روسيه له دې ډلې ملاتړ کوي.
په اروپا کې د ناټو ځواکونو امريکايي جنرال کورتيس سکار پاروټي چې د امريکا په مشرانو جرګه کې يې خبرې کولې زياته کړه، روسيه دغې ډلې ته سرچينې هم برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان ځواکونو هم روسيه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړې.
تر دې وړاندې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر ويلي و، چې روسيه او ايران بايد پر طالبانو د خپل نفوذ له لارې د افغانستان په ثبات کې مرسته وکړي، خو روسي چارواکو په ځلونو له طالبانو خپل ملاتړ رد کړی دی.


