د ښوونځي د پيلېدو زنګ نن د وري د مياشتې په درېيمه نېټه د لوړپوړو دولتي چارواكو له خوا وګړنګول شو.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخې په كابل كې په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه كې وويل: ټاكل شوې چې سږ كال له يو ميليون ډير زده كوونكي چې ۴۳ سلنه يې نجونې دي په ښوونځيو كې نوي جذب شي.
بلخي زياته كړه چې په روان كال كې به ۶۰۰ سوه زره تنه چې ۶۰ سلنه به يې ښځې وي د حرفه يي او سواد زده كړې په پروګرام كې هم شامل شي.
د پوهنې د وزير په خبره، د لرې پرتو او پس پاتې سيمو لپاره د لس زره ښځينه ښوونكو استخدامول، د ښوونځيو لپاره د۴۱۴ بابه ودانيو جوړول، د درسي كتابونو چاپ او وېشل او زده كوونكو ته د كم خونۍ د مخنيوي لپاره د تابليتو وېشل نور هغه پروګرامونه دي چې د پوهنې وزارت به يې په روان كال كې عملي كړي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر كال نهه اعشاريه دوه ميليونه زده كوونكي په هيواد كې په زده كړو بوخت وو چې نهه ديرش سلنه يې نجونې وې.
دغه راز په ټولو ښوونځيو كې د ښوونكو شمېر دوه سوه زره تنو ته رسېده چې ۳۳ سلنه يې ښځينه ښوونكې وې.
په دې سره افغانستان د نړۍ په كچه د بېسواده هيوادونو په ډله كې راځي، چې د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان له پنځلس كلنۍ پورته وګړي ۶۴ سلنه بېسواده دي او دولت تصميم لري چې تر ۲۰۲۰ كاله پورې د باسواده وګړو شمېر شپيته سلنې ته ورسوي.


