د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، اچین او نازیانو ولسواليو کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو له كبله ۲۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې ۲۴ داعش وسله وال وژلي او لسګونه نور يې ټپیان كړي دي.
د هغه په خبره، د نازیانو ولسوالۍ په باره خېلو سیمه کې د یوه بل هوايي برید له كبله ۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
مشرقیوال زیاته كړه، چې په دواړو بریدونو کې ځايي خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


