د غزني والي وایي، نوی کال به په غزني کې د پرمختګ، بیارغونې او اقتصادي ودې کال وي، خو په دې شرط، چې ولسونه سیمه يیز حکومت ته د ملاتړ او همکارۍ لاس ورکړي.
عبدالکریم متین په هغه غونډه کې، چې نن د نوي کال د رارسېدو په پار د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا جوړه شوې وه، خپلو خبرو کې تېر ۱۳۹۵ کال په دغه ولایت کې له ننګونو او لاسته راوړنو څخه ډک کال وباله.
هغه زياته كړه: “تېر کال له ننګونو او ستونزو څخه ډک کال و، خصوصاً له امنیتي پلوه، خو زموږ د زړورو امنیتي ځواکونو د مېړانې په پایله کې وسله وال په غزني کې حتا د یوې امنیتي پوستې پر نیولو ونه توانېدل.”
والي وایي، تېر کال په غزني کې د بیارغونې په برخه کې هم ګڼې لاسته راوړنې لري، چې په وینا یې سلګونه وړې او لویې رغنیزې پروژې پلې شوې دي.
د هغه په خبره، لسګونو روغتونونو او ښوونځیو ته نوې ودانۍ رغول شوي، لسګونه کیلومټره سړکونه، پلونه، پلچکونه او استينادي دېوالونه هم رغول شوي دي.
متین وايي، د ۱۳۹۶ لپاره یې د بیارغونې او اقتصادي ودې په موخه هم د اړوندو وزارتونو په همکارۍ او مخکنیو پلانونو په اساس سلګونه پروژې منظورې شوي، چې هره یوه به یې په خپله ټاکلې نېټه او سیمه کې پلې شي: “نوي كال كې به د غزني هوایي میدان د رغولو کار بشپړ شي، د غزني په مربوطاتو كې د کابل ـ کندهار لویه لار بیارغول کېږي، د غزني ښار ته نوی ماسټر پلان تر کار لاندې دی، د خوراکي توکو او سپکو صنایعو لپاره به یو نوی صنعتي ښارګوټی جوړ شي، یوه اندازه وارداتي برېښنا به له کابل څخه غزني ته را انتقال شي، چې په دې ټولو برخو کې کار شوی، پلانونه منظور شوي، سروې شوې ده او د پیل لپاره یې ډېر کم کارونه پاتې دي.”
د غزني والي دغه راز وويل، چې د نمونه ولایت په توګه یې د دې ولایت پېشنهاد ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلى، چې په وینا یې له منظورېدو سره به یې غزني ته یوه خاصه بودیجه هم ورکړل شي.


