هلمند کې اته تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي

چارواکي وايي، هلمند کې د وسله والو د يو تن قومندان په ګډون ۸ تنه وژل شوي او يوه د ماين جوړلو کارخانه له منځه وړل شوې ده .
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا په نادعلي ولسوالۍ او لښکرګاه ښار اړوند سره ګودر سيمه کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال اوښتې ده.