ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د کرولا او موټر سايکل د ټکر له امله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار دوالي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې نن سهار ۷ بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د حلقوي سړک په سيمه کې ديوې کرولا او موټر سايکل د ټکر له امله پر موټر سايکل سپور کس وژل شوی او په کرولا موټر کې ناست دوه تنه ټپيان شوي دي.