ننګرهار كې د دېوال لوېدو له كبله دوه ماشومان وژل شوي
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې د دېوال لوېدو له كبله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په تریلي سیمه کې د جاوېد په نوم د یو کس په کور کې د دېوال پرېوتو له كبله دوه کوچنۍ نجونې وژل شوي او یوه بله ټپي شوې ده.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed