لغمان کې يوه کس خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، يو کس چې خپله مېرمن يې د چاقو په وسيله وژلې وه د پوليسو له لوري ونيول شو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، نن د لس بجو په شاوخوا کې د مرکز مهترلام اړوند په صوفي کلا سيمه کې يو تن چې نصرالدين نوميږي په داسې حال کې نيول شوی، چې خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې و او له سيمې څخه د تيښتې په حال کې و.