ads

لغمان کې يوه کس خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، يو کس چې خپله مېرمن يې د چاقو په وسيله وژلې وه د پوليسو له لوري ونيول شو.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، نن د لس بجو په شاوخوا کې د مرکز مهترلام اړوند په صوفي کلا سيمه کې يو تن چې نصرالدين نوميږي په داسې حال کې نيول شوی، چې خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې و او له سيمې څخه د تيښتې په حال کې و.

نویسنده: sarwan
30 کب 1395

نوموړی وايي، له ياد قاتل څخه نورې پوښتنې او ګرويږنې پيل شوي، ترڅو پرې قانون پلي شي.
په لغمان کې ياده مېرمن په داسې حال کې وژل کيږي، چې له دې وړاندې تېره اونۍ د لغمان ګاونډ د ننګرهار په بهسودو کې هم يوه سړي خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA