ads

سعودي عربستان كې د هوا خرابوالي خلك له ستونزو سره مخ كړي

د سعودي عربستان په مدينې منورې، مکې مکرمې، جده او يو شمېر نورو ولايتونو کې د لړې کوزېدو ترڅنګ لوى ښارونه ګردونو نيولي او په يو شمېر ولايتونو کې باران او واوره هم ورېدلې ده.

نویسنده: sarwan
30 کب 1395
سعودي عربستان كې د هوا خرابوالي خلك له ستونزو سره مخ كړي
SANYO DIGITAL CAMERA

د سعودي عربستان په مدينې منورې، مکې مکرمې، جده او يو شمېر نورو ولايتونو کې د لړې کوزېدو ترڅنګ لوى ښارونه ګردونو نيولي او په يو شمېر ولايتونو کې باران او واوره هم ورېدلې ده.
په ځينو ولايتونو کې الوتنې ځنډول شوي او په لويو سړکونو کې تګ راتګ هم کم شوى دى.
په ټولو روغتونونو کې بېړنى حالت اعلان شوى، ترڅو د ګردونو له كبله د پېښېدونکو ناروغيو په وخت درملنه وشي.
په پايتخت رياض کې هم هوا وريځجنه ښودل شوې او د باران اټکل په کې شوى دى.
بله خوا د سعودي عربستان د پوهنې وزارت نن په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA