هسکه مېنه کې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، هسکه مېنه کې یې د هوایي بریدونو په مهال ۱۲ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، تېره شپه یې د هسکې مېنې ولسوالۍ په اهنګرانو سیمه کې هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.