هسکه مېنه کې د داعش وسله والو د استخباراتو مشر نیول شوى

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پولیسو یې په هسکه مېنه کې د داعش وسله الو د استخباراتو مشر نیولی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې نن سهار د هسکې مېنې ولسوالۍ پولیسو د خپل کار په ځای کې د داعش وسله والو د استخباراتو د مشر تاج ګل پر نیولو سربېره په هډې فارم کې یو بل تن له داعش وسله والو سره د اړیکو په تور نیولی دی.
د مشرقيوال په وينا، له یادو نیول شویو کسانو څخه پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.