د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، اچین او پچیراګام ولسواليو کې د هوایي بریدونو او نښتې په مهال ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په پېښې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، په دغه برید کې د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
بل لور ته مشرقيوال وایي، د پچیراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو سره د افغان ځواکونو نښته شوې، چې په مهال یې درې وسله وال ټپیان شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


