كندهار كې وسله والو درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

وسله والو كسانو په كندهار ولايت كې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، چې تېر ماښام شپږ بجې د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د زينب لېسې ترڅنګ د پوليسو پر ګزمې بريد وشو.