وسله والو كسانو په كندهار ولايت كې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، چې تېر ماښام شپږ بجې د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د زينب لېسې ترڅنګ د پوليسو پر ګزمې بريد وشو.
هغه زياتوي، چې د موټر سايکل سپرو وسله والو په دې بريد کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
د دراني په وينا، ټپيان د کندهار ښار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دی.
نوموړى وايي، بريد کوونکي تښتېدلي، خو د نيولو هڅې يې پيل شوې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


