د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنو د ځنډېدو په اړه د رسنيو رپوټونه رد كړل.
مخكې د دې كمېسيون د دارالانشاء رئيس امام محمد وريماچ رسنيو سره په خبرو كې ويلي و، چې که د ټکنالوژۍ د کارونې په اړه تخنيکي څېړنې ژر بشپړې نه شي، ورسره به ټاكنې هم په راتلونكي لمريز کال کې ونه شي.
خو اوس د ټاكنو خپلواك كمېسيون وياند ګلاجان عبدالبديع صياد وايي، هيله من دي، چې د ټكنالوژيكي خدمتونو وړاندې كوونكو شركتونو سره هوكړې ته ورسېږي، خو په خبره يې كه دا كار ونه شي، راتلونكې ټاكنې به د برېښنايي تذكرو، له بايومټريك سيسټم څخه د ګټې اخيستنې او يا هم د راى وركولو د نويو كارتونو د وېش له لارې ترسره شي.
صياد له كليد سره خبرو كې ټينګار وكړ، چې د ټكنالوژيكي خدمتونو وړاندې كوونكو شركتونو سره د دوى د خبرو پايلې به ژر له خلكو سره شريكې كړي او د راتلونكو ټاكنو د ترسره كولو په اړه به د ټاكنو خپلواك كمېسيون دريځ هم اعلان شي.
د قانون له مخې د ولسي جرګې ټاكنې بايد د ۱۳۹۴يم کال په پسرلي کې شوې واى، خو دغه ټاکنې وځنډېدې او حکومت د ولسي جرګې له غړو غوښتنه وکړه، چې خپل کار ته دوام وركړي.


