جمهور رئيس غني: د بغلان ستونزې ولسي حل غواړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د بغلان ستونزې ولسي حل غواړي، ځکه د دې ولايت د اکثره ستونزو علت هغه بې عدالتۍ دي، چې د بغلان ولسونه ورڅخه ځورېږي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې د بغلان له يو شمېر مشرانو او استازو سره په کتنه کې وكړې.