جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د بغلان ستونزې ولسي حل غواړي، ځکه د دې ولايت د اکثره ستونزو علت هغه بې عدالتۍ دي، چې د بغلان ولسونه ورڅخه ځورېږي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې د بغلان له يو شمېر مشرانو او استازو سره په کتنه کې وكړې.
جمهور رئيس غني بغلان ته ټاکل شوي پلاوي ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو څېړنو او ارزونو ترڅنګ د ياد ولايت له مشرانو او استازو سره په ګډه يوه جامع ولسي طرحه ترتيب او جمهوري رياست ته وړاندې کړي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د بغلان د ولايتي شورا رئيس اسدالله شهباز، خانزاده مظلوم يار مجاهد، سيد کمال وردګ او مولوي عبدالولي راجي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د بې ځايه شويو کورنيو، د ځمکو د غصب، د کيله ګي بند، انکشافي او بيارغونې چارو، د بغلان محلي اداره کې د اداري فساد او ناامنۍ ستونزې يې له جمهور رئيس سره شريکې کړې.
د يادونې وړ ده، چې په بغلان كې د اصلاحاتو بهير د پلي کولو په هدف به د جمهور رئيس د حقوقي سلاکار عبدالستار سعادت په مشرۍ پلاوى دغه ولايت ته ولېږل شي.


