بروكسل كې چاودنې شپږ تنه ټپيان كړي

د بلجيم پايتخت بروکسل کې پرون د چاودنې له كبله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د بروکسل پوليسو ويلي، تر چاودنې وروسته په ودانۍ کې اور ولګېد، چې تراوسه يې د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.
ژغورونکو ټپيان روغتون ته لېږدولي او د پېښې د څرنګوالي په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.