ننګرهار كې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي
د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې يې د ځانګړو هوايي عملياتو په مهال ۱۶ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، تېره شپه يې د کوټ ولسوالۍ په جنجال غونډۍ سيمه کې هوايي عمليات ترسره کړي، چې په مهال يې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed