ads

ننګرهار كې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې يې د ځانګړو هوايي عملياتو په مهال ۱۶ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، تېره شپه يې د کوټ ولسوالۍ په جنجال غونډۍ سيمه کې هوايي عمليات ترسره کړي، چې په مهال يې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: TKG
28 کب 1395

نوموړي زياته كړه، په دغو بريدونو کې يې د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA