د هېواد د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د جمعې په ورځ په مسكو كې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره وکتل.
په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو پر پراختيا، له ترهګرۍ سره د مشتركې مبارزې پر ګډو ستراتيژيو، د سيمه ييزو اقتصادي پروژو پر ګټور تطبيق او يو شمېر نورو دوه اړخيزو مسايلو خبرې وشوې.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د اتمر له قوله راغلي، چې كابل مسكو خپل مهم سيمه ييز متحد بولي او په وينا يې د ګډ سيمه ييز ګواښ په توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کې د روسيې همکاري او ګډون ارزښتمن دى.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له افغانستان سره د خپل هېواد د دوامدارو همکاريو ژمنې له بيا تازه کولو سره وويل، چې روسيه په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د افغان دولت د پاليسۍ او لومړيتوبونو ملاتړ کوي.


