لغمان كې د خونړيو چاودنو مخنيوى شوى

د ملي اردو چارواکي په لغمان ولايت کې د خونړيو چاودنو د مخنيوي خبر وركوي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د وسايطو څو حلقې ماينونه او نور چاودېدونکي توکي کشف او له منځه وړي دي.